زمونږخبریال دایکنانیوز له قوله راپور راکړ، دا هنري ټولګه د رسول ا... (ص) د تعلیماتو په چورلیز جوړه شوې او د هنر او معنویت د پیوند یو ژوندی انځور وړاندې کوي.
د هرات ددغه پوهنځي مشر توفیق رحماني وویل، چې د دغه نندارتون موخه، د دیني او اخلاقي پیغامونو له لارې ټولنې ته د هنر په ژبه منتقلول دی.
هغه زیاته کړه؛محصلینو د خپلو خلاقو آثارو په مرستې سرخ هڅه کړې، چې د حدیثونو ښکلا او معنویت د هنر په ژبه بیان کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې د کلتوري چارو مسئول حمیدا....غیاثي د هنرمندانو، په تیره بیا خطاطو، د ملاتړ په اړه د کلتوري بنسټونو پر رول ټینګار وکړ او وې ویل، چې دا ملګرتیا به تل دوام ولري.
په دغو مراسمو کې، دیني عالمانو او کارپوهانو د مسلمانانو ترمینځ پر وحدت او د قرآن او د رسول ... (ص) د سنتو پر پیروۍ ټینګار وکړ.
د «چهل حدیث» نومې نندارتون نه یوازې د محصلینو د هنري مهارتونو د نندارې لپاره یوه موقع وه، بلکې د هنر او معنویت د پیوند او په هرات کې د اسلامي ټولنې د یووالي نښه هم وه.
https://iqna.ir/fa/news/4303414